سروبي کې امنیتي چارواکو سره د ځنګلونو ساتنې په موخه ناسته وشوه
۲۸ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
دکابل د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو د چارواکو لخوا دسروبي ولسوالی د بېلابېلو سیمو له امنیتي چارواکو سره د ځنګلونو د غیرقانوني وهنې مخنیوی او ساتنې په پار ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د یادو سیمو امنیتي چارواکو ته د ځنګلونو د خوندیتوب او ساتنې په پار د عامه پوهاوی ترڅنګ دوی ته ددې ملي پانګې په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
په همدې حال کې یادو چارواکو هم د ځنګلونو ساتنه یو ملي وجیبه وګڼله او اړوندو چارواکو ته یې ډاډ ورکړل، چې دوی به د خپلو سیمو د ځنګلونو ساتنه کوي.