خوست کې یوشمېر مالدارن وروزل شول
۲۶ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالداري ریاست اړوند د مالداري او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکو لخوا،د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې په مرسته ددې ولایت د شمل دوه منده ولسوالی کې یوشمېر بزګران روزل شوي دي.
ددې روزنیز پروګرام په ترڅ کې یادو مالدارانو ته د ژمني حیواني ناروغیو، حفظ الصحې او نورو اړینو برخو کې معلومات ورکړل شوي دي.
په ورته مهال ګډونوالو د عامه پوهاوی له یادې پروسې څخه خوښي وښوده او راتلونکي کې یې هم د خوست د کرنې ادارې څخه په دې برخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.