دهلمند مرکزي قوریه کې د زینتي نیالګیو د قلمو اېښودلو چارې پیل شوې
۲۶ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د طبیعي سرچينو امریت اړوند په بولان مرکزي قوريه کې د زینتي بوټو او ګلانو قلممو اېښودلو چارې پیل شوي دي.
ددغو زینتي بوټو د کرلو او روزلو چارې د مسلکي کارکوونکو په مټ ترسره کېږي، چې په پسرلني موسم کې به د سلګونو ځمکوالو په واک کې د ځانګړې کړنلارې له مخې ورکول شي.
همدارنګه د ښار او ولسوالیو د بېلابېلو سیمو د ښکلا او سمسورتیا په پار به په عام المنفعه او مقدسو ځایونو کې وکرل شي.
دیادولو وړ ده، چې سږکال په یاده قوریه کې زرګونه نور اصلاح شوي نیالګي هم تر روزنې او پالنې لاندې دي.