د کرنې وزیر د اوسلو موسسې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۱۵:۲۵
د کرنې وزیر د اوسلو موسسې له چارواکو سره وکتل

۲۴ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د اوسلو مؤسسې له رییس عبدالسلام احمدي او د دغه مؤسسې له یو شمېر چارواکو سره وکتل، چې په دې کتنه کې دکرنې وزارت په همغږې ددې مؤسسې دکاري لومړیتوبونو په اړه خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه. 
په دې کتنه کې مولوي عطاء الله عمري وويل: «دکرنې وزارت له هراړخیزې کړن لارې سره له ملي او نړيوالو مؤسسو سره دپروګرامونو  په پلي کولو کې همکار دی، په یوې روښانې کړن لارې سره، چې د شریعت خلاف نه وي موږ کولاى شو دښځو لپاره هم فعاليتونه رامنځته کړو.»
د اوسلو مؤسسه په افغانستان کې په ۲۰۱۳ ام کال کې د پوهنې، کرنې، روغتیا او د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو د پیاوړتیا په برخو کې خپل فعالیتونه پیل کړل، چې ۱۸ ولایتونه یې تر پوښښ لاندې دي.
ددغې مؤسسې رییس عبدالسلام احمدي د کرنې له وزیر سره په کتنه کې وویل: «موږ د خلکو لومړیتوبونو ته په کتلو د کرنې له وزارت سره په همغږۍ کار کوو، زموږ موخه د کورنیو او بزګرانو ملاتړ او ځواکمنول دي. نوې پروژې لرو، چې په نوي کال کې یې پلي کوو.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په مرکز او ولایتونو کې د خلکو په ځانګړې توګه له کروندګرو څخه د ملاتړ په موخه د ملي او نړیوالو مؤسسو په همکارۍ د پروژو د پلي کولو زمینه برابره کړې ده.


وزیر زراعت با مسوولان موسسه اسلو دیدار کرد
۲۴ جدی ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با عبدالسلام احمدی رییس موسسه اسلو و شماری از مسوولین این موسسه  دیدار و روی اولویت‌های کاری این موسسه در هماهنگی وزارت زراعت بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
مولوی عطاءالله عمری در این دیدار گفت:« وزارت زراعت با طرزالعمل‌های جامع جهت تطبیق برنامه‌ها همکار با موسسات ملی و بین‌المللی است، با طرزالعمل واضح که خلاف شریعت نباشد می‌توان فعالیت‌های را برای زنان نیز ایجاد کنیم.»
موسسه اسلو در سال 2013 در افغانستان فعالیت اش را در بخش‌های تعلیم، زراعت، صحت، و توانمندسازی مردم به‌خصوص زنان آغاز نموده است که 18 ولایت را تحت پوشش فعالیت‌های خویش قرار داده است.
عبدالسلام احمدی رییس این موسسه در دیدار با وزیر زراعت گفت:« ما در هماهنگی وزارت زراعت مطابق اولویت‌های مردم کار می‌کنیم هدف ما حمایت و توانمندی فامیل‌ها و دهاقین است، پروژه‌های جدیدی روی دست داریم که در سال جدید تطبیق می‌نماییم.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری زمینه تطبیق پروژه‌ها را در همکاری موسسات ملی و بین‌المللی به منظور حمایت از مردم به ویژه دهاقین در مرکز و ولایت مهیا نموده است.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۲۸
Background image

له کندهاره دوبۍ ته د الوچې صادراتو نوې لړۍ پیل شوه؛ د بزګرانو عواید لوړېدو ته هیله‌مندي

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ له کندهار څخه د لومړي ځل لپاره متحده عربي اماراتو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۲۴
Background image

پکتیا کې یوشمېر بېوزلو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «اکشن اېډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز، زرمت او سیدکرم ولسوالیو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

بازگشت