میدان وردګو کې پر ۲۲۰۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۰:۹
میدان وردګو کې پر ۲۲۰۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوې

د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د مسلکي روزنې او بیارغونې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز میدان ښار ترڅنګ د مرکزي بهسود، بهسود اوله حصه، دایمرداد او جغتو ولسوالیو کې پر ۲۲۰۰ مستحقو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشلي دي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې پر هرمالدار د څارویو ۲۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي وېشل شوي دي.
له دغو مرستو څخه د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښآر ۵۰۰، د مرکزي بهسود ۲۰۰، د بهسود اوله حصه ۵۰۰، د دایمیرداد ۵۰۰ او د جغتو ولسوالی ۵۰۰ مالداران برخمن شوي دي.
ددې مرستې موخه د وچکالۍ ځپلو او  بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۳۰
Background image

هلمند کې یوشمېر بڼوالو ته د انارو مچ د مخنیوي په اړه روزنه ورکړل شوه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند، د بوټو ژغورنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو د چانجیر په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۲۸
Background image

له کندهاره دوبۍ ته د الوچې صادراتو نوې لړۍ پیل شوه؛ د بزګرانو عواید لوړېدو ته هیله‌مندي

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ له کندهار څخه د لومړي ځل لپاره متحده عربي اماراتو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۲۴
Background image

پکتیا کې یوشمېر بېوزلو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «اکشن اېډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز، زرمت او سیدکرم ولسوالیو کې. . .

بازگشت