پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
د دغو هلو ځلو په دوام یاد تخنیکي پلاوی د خپلو دندو په اساس د بګرام ولسوالی د باریکاب سیمې ته د سفر په ترڅ کې د وحدت اباد سیمې ۷۱۱ کدستري قطعې موضوعات وڅېړل او هغه خپل سرې چارې چې امارتي ځمکو کې ورانې وې بند کړل.
باید وویل شي، چې د پروان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.