د کندهار دکرنې رییس ددې ولایت له یوشمېر سیمه ییزو چارواکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۱:۱۰
د کندهار دکرنې رییس ددې ولایت له یوشمېر سیمه ییزو چارواکو سره وکتل

۱۷ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي د کندهار دسوداګرۍ خونې رییس حاجي صدیق مهمند، د کندهار ښاروال ملا حکمت الله اخند، د سوداګرو د ټولنې رییس شیرین آغا او د ټولنې چارواکو سره د خپل کار په دفتر کې د کتنې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې یادو چارواکو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د عینو مېنې د ښارګوټي د لاپراختیا او سمسورتیا په پار خبرې وکړې او ویې ویل، چې سوداګر او خلک باید وهڅول شي، چې په یاد ښارګوټي کې پانګونه وکړي، ترڅو یو معیاري ښارګوټی شي.
په دې غونډه کې دغه راز اړوندو چارواکو د هر اړخیزو همکاریو د ژمنې ترڅنګ په دې برخه کې د جدي هلو ځلو ډاډ ورکړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت