میدان وردګو ولایت کې دنویو پروژو په پلي کولو سره زرګونه کورنۍ برخمن شوي
۱۷ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۲۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ په دې ولایت کې د بېلابېلو پروژو په پلي کولو سره زرګونو کورنیو ته د کار زمینه برابره کړې.
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په خبره په دغو پروژو کې د چکډمونو، ترنچونو، حوضونو او کانالونو جوړول شامل دي، چې په ترڅ کې یې ددې ولایت ۱۰۰۸۰ کسانو ته دکار زمینه برابره شوې وه.
ددغو مرستو موخه د موسمي اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې او پیاوړتیا او په ټوله کې خلکو ته دکار زمینه برابرول دي.