پکتیکا کې د ځنګلونو وهنې د مخنیوي په پار هلې ځلې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۰:۲۳
پکتیکا کې د ځنګلونو وهنې د مخنیوي په پار هلې ځلې

۱۶ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې دکرنې وزارت د هدایت پر اساس یې په دې ولایت کې د ځنګلونو وهنې او لرګیو قاچاق د مخنیوي په پار هلې ځلې چتکې شوي دي. 
د دغو هلوځلو په دوام د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په ریاست کې د اړوندو ادارو ترمنځ د غونډې په ترڅ کې د پکتیکا ولایت د اوسیدونکو د سون توکو د ستونزو حل او نورو موضوعاتو باندې خبرې اترې وشوې.
په دې غونډه کې، چې د پکتیکا دکرنې رییس ترڅنګ ددې ولایت د مقام، استخباراتو، امنیه قومندانۍ، چاپېریال ساتنې، علماؤ شورا او صنعت او سوداګرۍ ریاستونو استازي هم ګډون درلود د ځنګلونو د وهنې مخنوی، خوندیتوب او پراختیا ترڅنګ د پکتیکا اوسیدونکو د سون توکو پر ستونزې هم خبرې اترې وشوې.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې  د مرغومې له ۱۶ د سلواغې تر ۱۶ نیټې پورې دې د پکتيکا ولايت د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې پرتې وچې لرګي دي د ننه په ولایت کې هرې سیمې ته ولېږدول شي.دغه راز په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د شنو لرګيو وهل او انتقال دواړه مطلق بند دي که يې په اړوند څوک ونيول شي بايد جزايې ارګانونو ته معرفي شي،ټوله پکتيکا کې دي د امنيه قوماندانۍ ،استخباراتو ، کرنې او شنې قطعې مسؤلين په خپلو اړونده سیمو کې د يادو کړنو کلکه څارنه وکړي او د پکتيکا ولايت څخه دي د وچو لرګيو د لېږد مخه ونیسي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت