هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۰:۲۸
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه 

۱۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۹۰مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس مولوی نیاز محمد وهاج تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
تخنیکي پلاوي په نننۍ ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې او په اړه یې لازمې کړنې ترسره کړې.
په دې غونډه کې د ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمیسون د لارښؤنې له مخې په هلمند کې شاوخوا ٤٠زره جریبه عامه مرعي ځمکه تر تشخیص او تثبیت وروسته عمومي بحث ته وړاندې شوه او پرېکړه وشوه، چې توحیدي راپور یې ترتیب او مرکز ته ولېږدول شي.
تخنیکي پلاوي همدارنګه په مرکز لښکرګاه کې د حاجي ادم جان کلا ته څېرمه د نوې هډې د جوړولو پر ځمکه ددو اشخاصو ترمنځ ددعوې جریان واورېد او په اړه یې پرېکړه وکړه. 
ددې ترڅنګ تخنیکي پلاوي د پنج اب کلا سیمه کې د معلمینو ښارګوټي، د ریاست عمومي د غصب شویو ځمکو او د اصلاح شویو تخمونو دولتي شرکت د غصب شوې ځمکې د موضوعاتو  څیړلو او ارزولو پریکړه وکړه .
همدارنګه د موسی کلا په ولسوالی کې ددو جوانبو ترمنځ د قریه طالي او غرقیالې د خلکو د ځمکې پر سر رامنځته شوې دعوی واورېدل شوه او د حل په برخه کې یې اړونده مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
تخنیکي پلاوي همدارنګه په مرکز لښکرګاه بازار کې د څلور بابه سوداګریزو مارکیټونو د ځمکې موضوعاتو په اړه چې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست یې معلومات غوښتي وه د اسنادو او او سوابقو له مخې ورته لازم معلومات ولېږل شول. 
وروستیو کې د لسګونو مراجعینو املاکي ستونزې په مخامخ ډول واورېدل شوې او د حل په برخه کې ورته د اصولي کړنو ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت