ننګرهار کې ۹۴ څاروي د زکات مسولینو له لورې راټول شوي
۹ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د زکات امریت کارکوونکو له لورې په کوز کونړ او خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۹۴ څاروي راټول شوي او د یوې شفافي بولۍ له لارې به خرڅ او پیسي به یې د امارت په خزانه کې راټول شي.
د ننګرهار دکرنې ریاست د زکات امر مولوي محمد قاسم حماسي وویل د دوی مسولینو له لورې په سره رود، دوربابا، مومندرې، ګوشته، کامه، پچیراګام، لعلپوري، اچین او دره نور کې د زکات راټولولو لړۍ روانه ده؛ او په نږدې راتلونکي به د دوی راټول شوي اموال هم د شفافي بولۍ له لورې خرڅ او پیسي به یې د امارت په خزانه کې جمع شي.
دغه راز د زکات امر د ولسوالیو د زکات مسولینو ته د زکات راټولولو، د ولسونو سره د غوره چلند، عامه پوهاوی او ګڼو نورو برخو کې د روڼتیا او صله رحمي سپارښتني وکړي.
همدارنګه د زکات امریت کارکوونکو د معلوماتو په اساس کوچې مالدارانو ددوي څخه د مالونو د پاللو، واکسینونو، چنجیو ضد درملو، حیوانې خوراکې او نورو برخو کې د همکارۍ غوښټنې وکړې، چې دوی ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړل شوي دي.