ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کړنې
۹ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د ننګرهار ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ لنډۍ کلي، ۲۹، ۳۰ او ۳۱ ویالې سیمې له نږدې وکتلي؛ چې پدې لیدنه کې د ننګرهار ولایت دغصب مخنیوی تخنیکي پلاوي رییس مولوي عبدالستار محمد سربېره، دسرحداتو رییس، حج اوقافو رییس، جلال اباد ښاروالۍ مرستیال، استخباراتو مرستیال، قضایایې امارت امر او کدستر انجینرانو حضور درلود.
د ننګرهار د کرنې ادارې او تخنیکي پلاوی رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ دغصب مخنیوی تخنیکي پلاوي مومندرې لنډۍ کلي، ۲۹، ۳۰، ۳۱ ویالو او د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
دغه راز د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي د تخنیکي او مسلکي کسانو په مرسته دیادو سیمو کروکي، سکیج، حدفاصل او جریبي مساحت معلوم کړ.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د یادو سیمو راپور به د غصب د مخنیوي مرکزي کمیسیون سره د وروستي اجرااتو په موخه شریک کړي. دغه راز دسیمې خلکو ته سپارښتني وشوې ترڅو پدې سیمه کې خپلسرې کړنې ترسره نکړي.
د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.