پکتیا کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار خلکو ته عامه پوهاوی ورکول کېږي
۹ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
دپکتیا ولایت د کرنې،اوبولګولواومالدارۍ رياست اړوند دټولنې په کچه د ځمکې اوځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې لخوا ددې لایت د احمدابا ولسوالی لسګونه اوسیدونکي د ځنګلونو د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې روزل شوي دي.
په یاد دوه ورځنۍ روزیز پروګرام کې د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند دټولنې په کچه د ځمکې اوځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې مسئول انجینر وزیر محمد الهام، د طبیعي سرچینو عمومي مدیر آصف الرحمن، د ځنګلدارۍ ټولنو غړو قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.
په دغه دوه ورځنیۍ روزنیز پروګرام کې د ځنګلونو پر اهمیت، په راتلونکي کې دجلغوزیو په تولید، واټر شیډونو، او داوبو دسر چینو په لارو چارو د ځنګلونوڅخه سالمه ساتنه اوتلپاتی مدیریت، دځنګلونوپه هکله عمومي معلومات، د ځنګلونو اقتصادي،ټولنیز، دچاپیریال ساتنې او دځنګلونو روغتیایي ګټې، اوهمدارنګه دځنګلونو د پریکولو زیانونو په هکله خبرې اترې وشوې.
ګډونوالو د داسې روزنیزو پروګرامونو ترسره کول ډیر اړین وبلل او د ترسره شویو پروګرامونو څخه خوښي وښوده او د کرنې رياست او همکارو پروژو له دوامدارو همکاريو څخه يې مننه وکړه.