غزني کې پر لسګونو بڼوالو کیمیاوي سرې او د بڼوالۍ توکي ووېشل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۱۱:۳۷
غزني کې پر لسګونو بڼوالو کیمیاوي سرې او د بڼوالۍ توکي ووېشل شوې

۷ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مسلم هنډ مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت پر ۱۰۰ بڼوالو د کیمیاوي سرو ترڅنګ د بڼوالۍ اړونده توکي وېشلي دي.
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمدادریس حنیف وویل، چې په دغو وېشل شویو توکو کې هر بڼوال ته یوه بوجۍ سپینه او یوه بوجۍ توره سره، لاسي کراچۍ، د درمل شېدنې پمپونه، بېلچې، غچې او یوشمېر نور اړین توکي ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بڼوالو ملاتړ او په ټوله کې میکانیزه او عصري بڼوالۍ ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۷:۲۲
Background image

ایران ته د کرنې وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچينو د مرستيال سفر


١١ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
١١ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچينو مرستيال مولوي بازمحمد فيضان، د يو رسمي پلاوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې د میکانیزه کولو په پار دکرنې وزارت د کرنیزې میکانیزې ریاست هلې ځلې

۱۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې میکانیزې ریاست په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په کچه د کرنیزو ماشيني خدمتونو د پیاوړتیا، بیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د میدان وردګو نرخ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۱۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت دنرخې په ولسوالی کې پر ۴۰ بزګرانو د. . .

بازگشت