د ننګرهار کانال شرکت د مالدارۍ فارم پراختیا په پار هڅې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۱۱:۶
د ننګرهار کانال شرکت د مالدارۍ فارم پراختیا په پار هڅې

۶ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار دکانال رياست چارواکي وايي، چې ددې رياست اړوند د مالدارۍ فارم د ورځې نږدې ۳۰۰ لیټره تازه شيدې توليد او بازار ته وړاندې کوي، چې دوی ددې فارم څارویو ته جدي پاملرنه او شته ستونزې یې هواروي.
د چارواکو په خبره، یاد فارم چې د هډې فارم په ۱۷ جریبه ځمه کې جوړ شوی دی، په دغه فارم کې ۲۸۳ سره څاروي موجود دي، چې په کې غواګانې، خوسکیان او غوایان ... شتون لري، چې له ډلې غواګانو څخه هره ورځ نږدې ۳۰۰ لیټره تازه شېدې ترلاسه او د درنو هېوادوالو خدمت ته وړاندې کېږي.
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې دوی هلې ځلې کوي، چې ددې فارم د شېدې تولید په ورځ کې تر ۴۰۰ لیټره ورسوي.
 اوسمهال په دغه فارم کې بېلابېل فعالیتونه روان دي، چې په کې څارویو ته، منظمه خوراک تهیه او نورې اړينې چارې شامل دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت