د هلمند واشېر کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه
٢۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي د خپلو هلو ځلو په دوام د سلګونو جریبه ځمکو د غصب مخه نیولې ده.
ددغو هلو ځلو په ترڅ کې د هلمند د واشېر ولسوالی د امارتي ځمکو څخه د لیدنې او اروزنې په ترڅ کې د امارتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده.
باید وویل شي، هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.