د ننګرهار کانال شرکت کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې
٢۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند بېلابېلو فارمونو او بڼونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې ده.
په همدې موخه، د ننګرهارپوهنتون د ساینس پوهنځی د درېیم او څلورم ټولګيو ۴۰ تنو محصلينو د خپلو استادانو په ملتیا د ننګرهارکانال شرکت د زیتون پروسس له فابرېکې څخه له نږدې ليدنه وکړه.
راغلو ټولو زده کړیالانو زیتونو فابرېکې د پروسس له بېلابېلو برخو او ماشینریو څخه لېدنه وکړه، چې د لیدنې په ترڅ کې د یادې فابرېکې امریت او د کانال شرکت مطبوعاتو له لوري ورته معلومات وړاندې شول.
یادو زده کړیالانو وویل، چې داسې علمي سفرونه د تيوري درسونو تر څنګ دوی ته لازيات ګټور تمامېږي.
باید وویل شي، چې دا لومړی ځل نه دی چې د ننګرهارکانال شرکت د بېلابېلو برخو څخه ننګرهارپوهنتون محصلین له نږدې علمي او عملي لېدنه کوي، ورسره خوا کې د لغمان پوهنتون او په ننګرهار کې یو شمېر خصوصي پوهنتونو او حتی یو شمېر لېسو زده کوونکو هم ددې شرکت له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کوي.