د کرنې وزیر په ننګرهار کې د خالص ګروپ کمپنۍ له فابریکو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۴:۲۵
د کرنې وزیر په ننګرهار کې د خالص ګروپ کمپنۍ له فابریکو څخه لیدنه وکړه

١٨ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٦جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار په شیخ مصري صنعتي پارک کې د خالص ګروپ کمپنۍ له فابریکو څخه لیدنه وکړه.
د دغه سفر په ترڅ کې د کرنې وزیر د خالص غوړیو، صابون، کنجاړو او روبو د فابریکو له مرکزونو او تاسیساتو څخه لیدنه وکړه او د دغه شرکت مشر انجنیر قاسم یوسفي د دغو مرکزونو د محصولاتو په اړه د کرنې وزیر ته معلومات ورکړل.
د خالص ګروپ کمپنۍ په هېواد کې له فعالو فابریکو څخه ده، چې د ننګرهار د کانال په سیمه کې تاسیس شوې او دغه شرکت د ختیځوالو بزګرانو تېلي نباتات   پروسس کوي او په غوړیو، صابون او کونجاړه یې بدلوي.

بازدید وزیر زراعت از فابریکه‌‌‌های گروپ کمپنی‌های خالص در ننگرهار
۱۸ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ننگرهار از مراکز فابریکه‌‌های گروپ کمپنی‌های خالص در پارک‌های صنعتی شیخ‌ مصری ولایت ننگرهار بازدید کرد.
در  جریان این بازدید وزیر زراعت از مراکز و تاسیسات فابریکه روغن خالص، صابون، کنجاره و روب دیدن نموده و انجنیر قاسم یوسفی رئیس شرکت در مورد تولیدات این مراکز به وزیر زراعت معلومات ارائه نمود.
گروپ کمپنی‌های خالص از فابریکه‌های فعال کشور می‌باشد که در ساحه کانال ننگرهار ایجاد شده‌است و این شرکت بیشتر نباتات تیلی دهقانان مشرقی را پروسس و به روغن، صابون و کنجاره تبدیل می‌کند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د ۷۳ مېښو د قاچاق مخه نیول شوې

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یو ځل بیا په سپین بولدک ولسوالی کې د ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري د ۷۳ سره مېښو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

بازگشت