د هلمند مارجه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۲:۵۵
د هلمند مارجه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

١٨ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٦جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مارجې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت لخوا ، د بشري خیریه مؤسسې په مالي همکارۍ لسګونو کرونده ګرو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو کارونې په برخه کې روزنه ورکړل شوه.
په دې روزنیز پروګرام کې د اصلاح شویو تخمونو د ارزښت، په مسلکي ډول د تخم کرنې، د کیمیاوي سرو کارونې او د نباتي ناروغیو مخنیوی  په اړه بزګرو ته پوهاوی ورکړل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې، دغه زده کړې هغو بزګرو ته په لاره اچول شوي دي، چې  په دې وروستیو کې ورته د کرنې ریاست له لوري اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د ۷۳ مېښو د قاچاق مخه نیول شوې

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یو ځل بیا په سپین بولدک ولسوالی کې د ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري د ۷۳ سره مېښو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

بازگشت