د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال له یوه روسي پانګوال سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱ - ۱۵:۱۶
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال له یوه روسي پانګوال سره وکتل

۱ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۹جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان نن د خپل کار په دفتر کې د روسیې د سوکور اګروهیم د کرنې او کیمیاوي سرې شرکت له رییس کالنشوف میخائیل سره وکتل.
په دې کتنه کې دوی د کیمیاوي او کرنیزو سرو د پانګونې او کار په اړه خبرې وکړې. کالنشوف میخائیل روسي پانګوال په افغانستان کې د کرنې، مالدارۍ او څارویو په برخو کې د پانګونې او سوداګرۍ لپاره د یاد شرکت لیوالتیا څرګنده کړه.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال یاد پانګوال ته ډاډ ورکړ چې، افغانستان د کار لپاره مناسب چاپېریال لري او دکرنې وزارت په یادو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.
دغه غونډه د کرنې وزارت د دفتر رییس مولوی حسین احمد خورشید، د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس مولوی مصباح الدین مستعین، د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم، دکرنې وزارت د خصوصي سکټور رییس مفتي عبدالرحیم شاهد او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د استازو په شتون کې دائره شوې وه.

دیدار معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با یک سرمایه‌گذار روسی
اول قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امروز در دفتر کارش با کلنشوف میخائیل رئیس شرکت زراعتی و کود کیمیاوی سوکور اگروهیم کشور روسیه دیدار کرد.
در این ملاقات در مورد سرمایه‌گذاری و کار و بار کودهای کیمیاوی و زراعتی  صحبت گردید. کلنشوف میخائیل سرمایه گذاری روسی علاقه‌مندی این شرکت را برای سرمایه‌گذاری و تجارت در بخش زراعت، مالداری و حیوانی در افغانستان ابراز داشت. 
در این مجلس معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت به جانب مقابل اطمینان داد که افغانستان بستر مناسب کار می‌باشد و این وزارت آماده همکاری در بخش‌های نامبرده می‌باشد. 
این جلسه با حضور مولوی حسین احمد خورشید رئیس دفتر، مولوی مصباح‌الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه، انجینر عتیق الله مسلم رئیس حفاظه نباتات و قرنطین، مفتی عبدالرحیم شاهد رئیس سکتور خصوصی وزارت و مسوولانی از ریاست‌الوزراء امارت اسلامی افغانستان برگزار شد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت