پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په پار هڅې
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي او له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو د کمېسیون غړی د ننګرهار ولایت له یو شمېر سیمه ییزو چارواکو سره د تورخم بندر ته ولاړ او هلته یې کډوالو لپاره د موقتې سرپناه، د څښاک اوبه، خوراکي توکو او تشنابونو زمینه برابره کړه.
کډوالو ته د موقتې سرپناه د برابرولو په بهیر کې؛ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد، د مرکزي بانک د تدارکاتو رییس مولوي فدا محمد فیضان، دکرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس مولوی مصباح الدین مستعین، د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس مولوي عبدالستار محمد او د ننګرهار ولايت يو شمېر سمیه ییزو چارواکو ملتیا کوله.
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو ستونزې او نظریات واورید او اړوندو مسوولینو ته یې د اودس ځایونو، څښاک اوبو او موقتي سرپناه په ګډون د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
په همدې حال کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي د ننګرهار د کرنې ریاست او د ننګرهار د کانال شرکت کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې کډوالو لپاره د موقتي سرپناه د جوړولو په موخه خیمې جوړې کړي، چې راستنېدونکي کډوال په کې د قانوني پړاوونو تر بشبړېدو پورې مېشت شي.
د يادونې وړ ده، چې د کرنې وزارت د رهبرۍ په لارښوونه د ننګرهار دکرنې ریاست او د کانال شرکت کارکوونکو راستنېدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتياوو په برابرولو کې هېڅ ډول هڅې نه دي سپمولي او د تورخم له بندر څخه د راستنېدونکو کډوالو د موقتي سرپناه لپاره يې سلګونه خيمې برابرې کړې دي.
پاکستان څخه اجباري اېستل شوي کډوال د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال سره د لیدنې پر مهال راستنیدونکو کډوالو ته د اسانتیاوو په برابرولو کې د افغانستان اسلامي امارت د هڅو قدرداني وکړه او خوښي څرګند کړل.
وروسته له هغه چې پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو د اجباري شړلو د بشري قوانينو خلاف پرېکړه وکړه، هره ورځ د تورخم او کندهار له سپين بولدک بندر څخه زرګونه کسان افغانستان ته داخلېږي.
په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه پلاوی په لارښوونه له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د امارت له څو ادارو څخه یو کمیسیون جوړ شوی دی، ترڅو له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
تلاش جهت رسیدگی به مهاجرین بازگشته از کشور پاکستان
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت و عضو کمیسون رسیدهگی به مهاجرین بازگشت کننده از کشور پاکستان در همراهی با شماری از مسوولان محلی ولایت ننگرهار به بندر تورخم رفته؛ سرپناه موقت، آب آشامیدنی، مواد خوراکه و تشناب را برای مهاجرین فراهم ساختند.
در جریان فراهم سازی سرپناه موقت برای مهاجرین معین مالی و اداری وزارت زراعت را مولوی عبدالرحمن راشد معین مهاجرین وزارت عودت و مهاجرین، مولوی فدا محمد فیضان رییس تدارکات بانک مرکزی، مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات و آگاهی عامه وزارت زراعت، مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار و شماری از مسوولان ولایت ننگرهار همراهی میکردند.
معین مالی و اداری وزارت زراعت مشکلات و نظریات مهاجرین بازگشت کننده از کشور پاکستان را استماع نموده و هدایات لازم را جهت ایجاد سهولتهای لازم از جمله وضو خانه، آب آشامیدنی و سرپناه موقت را برای مسوولان مربوط سپرد.
در همین حال مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری به کارمندان ریاست زراعت ننگرهار و ریاست کانال ننگرهار هدایت داد تا خیمهها را برای ایجاد سرپناه موقت برای مهاجرین بستهبندی نمایند که در آن مهاجرین بازگشته از مرز تورخم الی سپری شدن مراحل قانونی در آن مسکن گزین شوند.
قابل یاد آوری است که کارمندان و مسوولان ریاست زراعت و کانال ننگرهار طبق هدایت رهبری وزارت زراعت در فراهم نمودن سهولتهای لازم برای مهاجرین بازگشت کننده از هیچ گونه تلاش دریغ نکردند و به صدها خیمه را جهت بودباش موقت بازگشت کنندهگان اخراج اجباری از بندر تورخم فراهم ساختند.
مهاجرین بازگشت کننده در جریان دیدار با معین مالی و اداری وزارت زراعت از تلاشهای امارت اسلامی افغانستان جهت ایجاد سهولت برای بازگشت کننده گان قدردانی کرده و ابراز خوشحالی کردند.
پس از تصمیم خلاف قوانین بشری کشور پاکستان مبنی بر اخراج مهاجرین افغانستانی از آن کشور روزانه هزاران تن از مرز تورخم ننگرهار و اسپین بولدک کندهار وارد افغانستان میشوند.
که به همین منظور مطابق به هدایت رهبری امارت اسلامی افغانستان کمیسیونی متشکل از چندین اداره امارتی تشکیل گردیده است تا سهولتهای لازم را برای مهاجرین بازگشت کننده از کشور پاکستان ایجاد نمایند.