د کرنې وزارت د لومړیتوبونو د ټاکلو په پار د نظر غوښتنې غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۹:۲۳
د کرنې وزارت د لومړیتوبونو د ټاکلو په پار د نظر غوښتنې غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري د پرېکړې له مخې، د کرنې وزارت د کاري لومړیتوبونو د ټاکلو په موخه د کرنې وزارت د رییسانو په حضور کې غونډه دائره شوه.
دغه غونډه چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان ریاست په تالار کې جوړه شوې وه، د اوسني وضعیت او اسانتیاوو له مخې د کرنې وزارت د لومړیتوبونو او دندو طرحه د دکرنې وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیاڼي له خوا د نظر غوښتنې په موخه وړاندې شوه.
په دې ناسته کې د کرنې وزارت د بېلابېلو څانګو رییسانو د خپل سکټور او کاري سیمو اړوند خپلې نظریات وړاندې کړل او د کرنې وزارت ترچتر لاندې په پنځو سکټورونو (کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، طبیعي سرچینو او ځمکې) کې د تطبیق غوښتنه وکړه.

جلسه‌ی به منظور نظر خواهی جهت تعین اولویت‌های وزارت زراعت برگزار شد 
طبق فیصله مولوی عطاء الله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری جلسه‌ی با حضور روئسای وزارت زراعت به منظور تعین اولویت‌های کاری وزارت زراعت برگزار شد.
این جلسه که در تالار ریاست پلان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شده بود در آن پیش نویس طرح اولویت‌ها و وظایف وزارت زراعت مطابق به وضعیت و امکانات موجود از سوی میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت زراعت غرض نظرخواهی اراییه گردید.
در این جلسه روئسای بخش‌های مختلف وزارت زراعت نظریات خویش را مطابق به سکتور و ساحه کاری شان مطرح کرده و خواستار تطبیق آن در  پنج سکتور( زراعت، آبیاری، مالداری، منابع طبیعی و اراضی)  تحت اثر وزارت زراعت شدند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت