د لوګر ولایت د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او استرداد تخنیکي پلاوی کړنې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۰:۲۵
د لوګر ولایت د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او استرداد تخنیکي پلاوی کړنې

١٤ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
١٨ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق 
د لوګر ولایت د امارتي  ځمکو د غصب مخنیوی او بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوی، چې مشري یې دلوګر  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس او د دغه پلاوی مشر مولوی سیدامین هاشمي کوله د د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست په مقام کې د مرکز پُل علم اړوند بابوس سیمې له قومي مشرانو سره د ګډې ناستې په لړ کې وکتل.
په دې ناسته کې د خړکاریز اوبابوس پر هغو سیمو، چې
مطشت قومونه په سیمه کې په ځینو مشکوکه دولتي قطعاتو ادعا لري او طرفین یی د ځان بولې پرې خبرې وشوې. په ناسته کې پریکړه وشوه، چې سیمې ته به پلاوی واستول، شي تر څو موضوع له نږدې وګوري، شخصي او دولتي قطعات به اسنادو ته په کتلو مشخص شي.
همدا راز د پُل علم اړونده چونۍ او بیدک سیمو ته د سفر په لړ کې په داسې حال کې، چې د یادو کلیو قومي مشرانو هم شتون درلود له ځینو دولتي قطعاتو لیدنه تر سره شوه.
د لیدنې په لړ کې جوته شوه، چې د دغې سیمې په دولتي قطعاتو کې هم د ځینو اشخاصو لخوا غصب شوي وو، دپاتې اجراتو لپاره د سیمې له قومي مشرانو او اوسیدونکو د اسنادو غوښتنه وشوه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت