کندهار کې د غوښینو چرګانو فارم لرونکو سره ناسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۳:۵۲
کندهار کې د غوښینو چرګانو فارم لرونکو سره ناسته وشوه

۲۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمریت ددې ولایت د غوښینو چرګانو فارم لرونکو سره د کتنې په ترڅ کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
ددې ناستې په ترڅ کې د کندهار په ولایت کې د غوښینو چرګانو فارم لرونکي خپلې ستونزې او وړاندیزونه د کندهار دکرنې ریاست له چارواکو سره شریکه کړه. یادو فارم لرونکو دغه راز د کندهاردکرنې ریاست له چارواکو د غوښینو چرګانو فارم لرونکو د ټولنې د جوړېدو غوښتنه هم وکړه.
په همدې حال کې د کندهار دکرنې ریاست چارواکو د یادو فارم لرونکو د ستونزو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته دوی ته دهراز همکاریو ډاډ ورکړل.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۲۸
Background image

له کندهاره دوبۍ ته د الوچې صادراتو نوې لړۍ پیل شوه؛ د بزګرانو عواید لوړېدو ته هیله‌مندي

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ له کندهار څخه د لومړي ځل لپاره متحده عربي اماراتو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۲۴
Background image

پکتیا کې یوشمېر بېوزلو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «اکشن اېډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز، زرمت او سیدکرم ولسوالیو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

بازگشت