کندهار کې د زرغون انقلاب په نړۍوال کنفرانس کې د کرنې وزارت د کارپوهانو ګډون

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۵۲
کندهار کې د زرغون انقلاب په نړۍوال کنفرانس کې د کرنې وزارت د کارپوهانو ګډون

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت متخصصینو، محمد روکی او عبدالغفار صدیقي، د کندهار په ولایت کې د نړۍوال زرغون انقلاب په کنفرانس کې، خپلې څېړنیزې مقالې د ملي او نړۍوالو متخصصینو په حضور کې وړاندې کړل.
ښاغلي روکی په خپله مقاله کې د انګورو د ضایع کېدو لاملونه څېړلي او پر وخت د حاصلاتو په راټولولو کې یې د نوې ټکنالوژۍ د کارولو وړاندیز وکړ. همدارنګه ښاغلي صدیقي د مڼو د حاصلاتو په راټولولو کې د زیانونو د کمولو لارې چارې وړاندې کړل او د ټکنالوژیکي وسایلو د کارولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
دا کنفرانس په افغانستان کې د کرنیزو تجربو د تبادلې او د کرنې د لارو چارو د ښه والي لپاره یوه ښه موقع وه.

اشتراک متخصصان وزارت زراعت  در کنفرانس بین‌المللی انقلاب سبز در کندهار 
در کنفرانس بین‌المللی انقلاب سبزی در ولایت کندهار، محمد روکی و عبدالغفار صدیقی، متخصصین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری افغانستان، مقالات تحقیقاتی خود را در حضور متخصصین ملی و بین‌المللی ارائه کردند. 
آقای روکی در مقاله خود به بررسی عوامل ضایعات انگور پرداخته و استفاده از تکنولوژی‌های نوین در برداشت به موقع را پیشنهاد کرد. همچنین، آقای صدیقی راهکارهایی برای کاهش آسیب به محصول سیب در هنگام برداشت ارائه داد و بر اهمیت استفاده از ابزارهای تکنولوژیکی تأکید کرد. این کنفرانس فرصتی برای تبادل تجربیات و بهبود روش‌های کشاورزی در افغانستان بود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۲۲
Background image

د پکتیکا ولایت د جاني‌خېلو په ولسوالی کې ۲۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د پروسس توکي ووېشل شول

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د جاني‌خېلو په ولسوالی کې د خوراکي توکو د پروسس د ملاتړ په موخه، ۲۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د پروسس ځانګړي کیټونه ووېشل شول.
یا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۱۰
Background image

کونړ کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۶
Background image

ختیځ زون کې په مېوه لرونکو ونو نږدې یو میلیونه زخي تثبیت او براورد شوي

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او دمالدارۍ ریاست د تخمونو تصدیق د ورکړې امریت کارکوونکو له لورې د ختیځ زون (ننګرهار، کونړ او لغمان ) ولایتونو کې. . .

بازگشت