کندز کې پر ۲۶۰ بزګرانو د کورنیو باغچو اړونده توکي ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۰:۴۶
کندز کې پر ۲۶۰ بزګرانو د کورنیو باغچو اړونده توکي ووېشل شول

د کندز د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست د «او اچ ډبلیو» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز مسکین آباد او ابراهیم خېلو کلیو کې پر ۲۶۰ ګټه اخیستونکو د کورنیو باغچو اړوند ډوله توکي او کرنیز تخمونه وېشلي دي.
ددې مرستې په لړ کې د مسکین آباد او ابراهیم خېلو کلیو پر ۱۹۹۰ کروندګرو د کورنیو باغچو اړونده توکي وېشل شوي دي.
د کورنیو باغچو اړونده دا توکي د غیر موسمي سبو د تولید، مېرمنو ته د کارموندنې، د مېرمنو ونډه د دوی د کورنیو په اقتصادي غوړېدا او د خوراکي تنوع په پار پر دغو بزګرانو وېشل شوي دي.
د کندز ولایت د کرنې ریاست وایي، چې د دغو توکو له وېشلو څخه موخه، د غیرموسمي سبو کښت او تولید دي چې، په عملي کېدو سره یې مېرمنو او بېوزله بزګرانو ته د کار زمینه برابره او د دوی د کورنیو د اقتصادي ودې لامل کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت