کرنې وزارت کې مراجعینو ته د آسانتیا برابرولو په موخه غونډه دائره شوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۵:۳۱
کرنې وزارت کې مراجعینو ته د آسانتیا برابرولو په موخه غونډه دائره شوه 

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» په مشرۍ د امنیتي مسوولینو او یو شمېر رییسانو په ګډون دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مراجعینو ته د اسانتیاو برابرولو په موخه مشورتي غونډه دائره شوه.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» په دې اړه وویل: «د کرنې وزارت د مراجعینو لپاره په ټولو برخو کې د اسانتیاوو د برابرولو په موخه باید عمومي طرحه جوړه شي، ترڅو مراجعینو لپاره اړینې اسانتیاوې رامنځته او خلکو ته چوپړتیاوې وړاندې شي.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یوه امارتي او خدماتي اداره ده، چې خلکو ته چوپړتیاوې وړاندې کول او له خلکو او بزګرانو سره د منظمو اړیکو ټینګول د دغه وزارت له مهمو مسوولیتونو څخه دي.

جلسه به‌منظور ایجاد سهولت برای مراجعین در وزارت زراعت دایر گردید
۲۵ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه مشورتی به‌منظور ایجاد سهولت برای مراجعین در  وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به سرپرستی ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری با اشتراک مسوولین امنیتی و شماری از رییسان دایر گردید.
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت در این باره گفت:" طرح کلی به‌منظور فراهم سازی سهولت در همه بخش ها برای مراجعین  وزارت زراعت ایجاد  گردد تا سهولت‌های لازم برای مراجعین ایجاد و خدمات به مردم ارایه گردد."
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری یک نهاد امارتی و خدماتی بوده که ارایه خدمات و ایجاد روابط  منظم با مردم و دهاقین از مسوولیت‌های عمده این وزارت می‌باشد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت