کرنې وزارت د کرونا پر وړاندې د مبارزې د لړۍ د ملاتړ په پار، د ورځې ۴۰۰ لیټره شېدې د روغتیا وزارت په واکې کې ورکوي
۱۷ وری ۱۳۹۹
د کرنې وزارت د نوي پرېکړې پر اساس ددې وزارت اړوند د یوه فارم د ورځې څه باندې ۴۰۰ لیټره شېدې په وړیا توګه د عامې روغتیا وزارت په واکې کې ورکول کیږي، ترڅو په کابل کې پرهغو ډاکټرانو او د روغتونونو پر کارکوونکو چې د کرونا ویروس د مبارزې په برخه کې کار کوي، ووېشل شي.
د کرنې وزارت د مشرتابه په غونډه کې، چې د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی په مشری جوړه شوې وه، پرېکړه وشوه، چې کویډ ۱۹ وایروس سره د مبارزې د فعالانو د هڅونې په پار دې، د ورځې څه باندې ۴۰۰ لیټره ښه کیفیت لرونکي شېدې چې ددې وزارت اړوند د بني حصار په فارم کې تولیدیږي، د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړل شي. دغه څه باندې۴۰۰ لیټره شېدې نږدې دوه زره کسان تر پوښښ لاندې نیسي.
د کرنې وزارت له خوا د ورځې څه باندې ۴۰۰ لیټره شېدې، په کابل کې د ګرځ بندیز د دورې تر پایه د عامې روغتیا وزارت ته ورکول کیږي.
د یادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ هم د عامې روغتیا وزارت سره د یوې هوکړې پر اساس، د کرنې وزارت مرکزي لابراټوار کرونا ویروس سره د مبارې برخې ته ځانکړی شو، ترڅو په کې د کرونا ویروس د مشکوکو پېښو د سمپلونو ازموینه ترسره شي
