چین هېواد ته د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۹:۳۶
چین هېواد ته د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

۸ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کرنې د ودې او د بې وزلۍ د کچې ټیټولو په اړه يوې نړۍوالې غونډې کې د ګډون په موخه چين ته سفر کړی دی.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د بې وزلۍ دکچې ټیټولو او د کرنې د پراختیا په اړه په یوه ستره نړۍواله غونډه کې د ګډون په موخه، چې د چين په پلازمېنه بيجنګ کې د بېلابېلو هېوادونو د کرنې د ۳۰۰ مسؤولينو په ګډون ترسره کېږي، چين ته سفر کړی دی.
د دې غونډې موخه د بې وزلۍ د کچې ټیټول او د نړۍ  هغه ۸۰۰ میلیونه  وګړو سره د مرستې او همکارۍ په اړه خبرې اترې او د نظرونو تبادله ده، چې له بېوزلۍ سره مبارزه کوي.
 ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور د وضعیت او په یادو برخو کې د شته فرصتونو په اړه وینا او خپلې تجربې به شريکې کړي.

سفر معین زراعت و مالداری وزارت زراعت به کشور چین 
۸ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان جهت اشتراک در یک نشست جهانی پیرامون رشد وانکشاف زراعت و کاهش فقر به کشور چین سفر کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری به هدف اشتراک  به در یک نشست بزرگ جهانی در مورد کاهش فقر و توسعه و انکشاف زراعت که با اشتراک ۳۰۰ تن از مسوولان زراعت کشورهای مختلف در شهر بیجینگ کشور چین برگزار می‌شود به آن کشور سفر می کند.  
هدف از این نشست بحث و تبادل نظر پیرامون  کاهش فقر و کمک به ۸۰۰ میلیون نفوس جهان که با فقر مبارزه دارد عنوان شده است.
قرار است معین زراعت و مالداری امارت اسلامی افغانستان در این نشست درباره وضعیت و فرصت‌های بخش زراعت و مالداری افغانستان سخنرانی کند و به تبادل تجارب بپردازد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۲:۲۳
Background image

لغمان کې د قوریو د بیارغونې او سرسبزۍ پروژې چارې پیل شوې

۲۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د داخلي بودیجې په چوکاټ کې د لغمان ولایت د کرنې ریاست اړوند د قوریو د بیارغونې او سرسبزۍ پروژې عملي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: د طبیعي پېښو زیانمنو ولسوالیو ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې به ځانګړې پاملرنه وشي

۲۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» دبېړنیو پېښو ته د ځواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۹:۲۹
Background image

غزني کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

۲۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه. . .

بازگشت