چارو ادارې ته د قوشتیپې کانال د پروژې د لومړي فاز د سپارلو په موخه غونډه ترسره شوه
چارو ادارې ته د قوشتیپې کانال د لومړي فاز د سپارلو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست او د ملي پراختیا شرکت د مسؤلینو ګډه غونډه د کرنې وزارت په مقر کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان د یادې پروژې د لېږد بهیر کې د وزارت پر بشپړې همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې له سپارلو وړاندې باید په پروژه کې شته نیمګړتیاوې او ستونزې په دقت وڅېړل شي او د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره شي.
د غونډې پر مهال د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې د قوشتیپې کانال لومړی فاز د ملي پراختیا شرکت له لوري د چارو ادارې ته وسپارل شي. د دغې پروژې د لېږد بهیر به په شپږو میاشتو کې بشپړ شي او له دې وروسته، د پروژې د ساتنې او مراقبت لپاره د لازم تشکیلاتو او بودجې تر منظورېدو وروسته، د سپارلو په جریان کې به د پروژې د ساتنې او پالنې مسؤلیت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته وسپارل شي.
د غونډې ګډونوالو د مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ پرېکړه وکړه، چې د اړوندو ادارو له استازو څخه دې یو ګډ پلاوی جوړ شي، څو په پروژه کې شته ستونزې او نیمګړتیاوې وڅېړي، د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره کړي او د پروژې د رسمي سپارلو زمینه برابره کړي.
د قوشتیپې کانال پروژه د هېواد له سترو بنسټیزو پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د افغانستان په شمال کې به د کرنې د ودې، د اوبو د سرچینو د اغېزمن مدیریت او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې مهم او بنسټیز رول ولوبوي.
