پکتیکا کې پر ۶۱۴ بزګرانو د جلغوزیو غوټو د راشکولو عصري بیاتي ګانې ووېشل شوې

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۶ - ۱۳:۳۶
 پکتیکا کې پر ۶۱۴ بزګرانو د جلغوزیو غوټو د راشکولو عصري بیاتي ګانې ووېشل شوې

۱۶ تله ۱۳۹۸
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» په همکارۍ ددې ولایت د اوو ولسوالیو « ارګون، سروضه، سروبي، زیړوک، ګیان، نکه او ګومل » د جلغوزیو د حاصلاتو د خوندي ټولولو په پار پر ۶۱۴ بزګرانو د جلغوزیو غوټو د راشکولو عصري بیاتي ګانې وېشلي دي.
د پکتیکا د کرنې چارسمبال رییس ابوبکر حقیار وویل، چې دغه عصري بیاتي ګانې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې په همکارۍ ددې ولایت پر ۶۱۴ بزګرانو وېشل شوي دي ترڅو د جلغوزیو د غوټو په شکولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.
ښاغلی حقیار وویل، چې اوس د جلغوزيو د پلور لپاره په نړيواله کچه بازارموندنه شوې او له بزګرانو څخه يې وغوښتل چې خپل محصولات په داخلي سوداګرو وپلوري ترڅو د دوی له طریقه د افغانستان په نوم دنړۍ نورو هېوادونو ته صادر شي.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د خوست او پکتیا ولایتونو پر یوشمېر بزګرانو د جلغوزیو غوټو د راشکولو د عصري بیاتي ګانو د وېش ترڅنګ يادو بزګرانو ته ددې آلې د استعمال چارې په عملي ډول وروښودل شوې وې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۲۳
Background image

لغمان کې د ۲۰۳ جریبه ځمکې لپاره د سبو اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۶ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو او د ازبکستان هېواد د مالي همکارۍ په پایله کې، د یاد ولایت په مرکز مهترلام او پنځو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۱۵
Background image

ننګرهار کې یوشمېر بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

۱۶ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې ریاست له لوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ۴۵ تنو بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۱۳
Background image

د پکتیکا د کرنې ریاست د ولسوالیو یوشمېر کارکوونکي وروزل شول

۱۶ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
 د کرنې، ابولګولو او مالداری وزارت په لارښونه د پکتیکا ولایت د کرنې، ابولګولو او مالداری ریاست لخواه د دی ولایت د ۲۰ ولسوالیو کاروونکو ته. . .

بازگشت