پکتیکا کې پر ۲۱۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې وېشل کېږي
۵ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۱۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «او.آر.ډي» مؤسسې په همکارۍ د پکتیکا د مرکز شرنې په ګډون ددې ولایت په شپږو ولسوالیو کې پر دوه زره او ۱۰۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.
ددې مرستې په لړ کې، هر بزګرته دغنمو اصلاح شوي تخم، توره او یوریا سره ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ، د خوړو خوندیتوب رامنځته کول او په ټوله کې د کرنیزو محصولاتو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.