پکتیکا کې د وروستيو سېلابونو له امله زيانمنو ته د مرستې رسونې په پار بېړنۍ غونډه دائره شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۳ - ۱۶:۵۵


۲۳ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۱۵ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د پکتيکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي چې ددې ولايت د وروستيو سېلابونو له امله زيانمنو کورنيو سره د مرستې په پار بېړنۍ غونډه تر سره شوه.
د پکتيکا د کرنې رياست وايي، چې په دې وروستیو کې د پکتیکا په ډېریو ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي وو او خلکو ته یې ځاني او مالي تاوانونه ور اړولي دي.
د پکتيکا د کرنې رياست وويل: "د ولایت مقام د دفتر ریاست سره په همغږي په دې ترتیب شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ګډون د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې، د کلیو د بيارغونې او پراختیا، دکرنې او اوبولګولو سکټورونو، پوهنې، استخباراتو، مهاجرینو، تولګتو چارو، مستوفیت، ترانسپورټ، سره میاشت او د شهداوو او معلولینو چارو ریاستونو مسؤلینو  برخه اخېستې ول او د بېړنيو مرستو په برخه کې لازم تصمیمونه ونېول شول."
 د دوی په خبره د يادې کمېټې له لورې ډېر ژر زیانمنو شویو خلکو لپاره اړینې مرستې ورسېږي.
د یادونې وړ ده، چې د پکتیکا په ډېریو ولسوالیو کې وروستي سېلابونه خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت