پکتیا کې ٥٨٨ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شول
۱۲ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۲۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره دناروې کمېټې په همکارۍ ددې ولایت مرکز ګردیز په بېلابېلو کلیو کې ٥٨٨ تنو هغه مېرمنو ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول.
د پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی عبدالرؤف سعید وویل، چې هرې ګټي اخیستونکې ته ۳۰ قطعې کورني چرګان، ۲۰۰ کیلوګرامه د چرګانو خوراکه او د چرګانو روزنې اړونده توکي ورکړل شوي دي.
ښاغلی سعید وویل، چې د چرګانو د ورکړې موخه دا ده ترڅو په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه هم برابره شي؛ ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
د پکتیا دکرنې رییس د اړمنو کورنيو لپاره د چرګانو د فارمونو جوړول د اقتصادي پياوړتيا لپاره اغېزناک وبلل او په دې برخه کې يې د افغانستان لپاره د ناروی کمیټی هڅې وستايلې، نوموړي له ګټه اخيستونکو وغوښتل چې سمه ګټه ترې پورته او پالنې ته پاملرنه وکړي.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو، ناروغیو مخنیوي د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.