پکتیا کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار خلکو ته عامه پوهاوی ورکول کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۹:۴۰
پکتیا کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار خلکو ته عامه پوهاوی ورکول کېږي

۱۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دپکتیا ولایت د کرنې،اوبولګولواومالدارۍ رياست اړوند دټولنې په کچه د ځمکې اوځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې لخوا ددې لایت د سید کرم ولسوالی لسګونه اوسیدونکي د ځنګلونو د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې روزل شوي دي.
په یاد دوه ورځنۍ روزیز پروګرام کې د پکتیا ولایت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند  دټولنې په کچه د ځمکې اوځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې مسئول انجینر وزیر محمد الهام، د طبیعي سرچینو عمومي مدیر آصف الرحمن، د ځنګلدارۍ ټولنو غړو قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.
په دغه دوه  ورځنیۍ روزنیز پروګرام کې د ځنګلونو پر اهمیت، په راتلونکي کې دجلغوزیو په  تولید، واټر شیډونو، او داوبو دسر چینو په لارو چارو د ځنګلونوڅخه سالمه ساتنه اوتلپاتی مدیریت، دځنګلونوپه هکله عمومي معلومات، د ځنګلونو اقتصادي،ټولنیز، دچاپیریال ساتنې او دځنګلونو روغتیایي ګټې، اوهمدارنګه دځنګلونو د پریکولو زیانونو په هکله خبرې اترې وشوې.
 ګډونوالو د داسې روزنیزو پروګرامونو ترسره کول ډیر اړین وبلل او د ترسره شویو پروګرامونو څخه  خوښي وښوده او د کرنې رياست او همکارو پروژو  له دوامدارو همکاريو څخه يې مننه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۵
Background image

خوست کې د لرګیو د ضبط او قاچاق د مخنیوي څارنه

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د لرګیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د ځنګلونو د حفاظت او د بیا احیا کولو  په پار د هڅو دوام

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځنګلونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د باغ داود سيمې د کورونو د سروې چارې پیل شوې

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ادارې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست مسوولينو او کارکوونکو لخوا د کابل ولايت په پنځمه حوزه او. . .

بازگشت