پکتيا کې یوشمېر بڼوال روزل کېږي

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۷ - ۱۲:۷
پکتيا کې یوشمېر بڼوال روزل کېږي


۱۷ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سولې ریښې پروژې لخوا د سیدکرم، ځاځي اریوب، احمدابا، زرمت او مرکز ګردیز ۶۰ تنو مخکښو بزګرانو او ترویج مدیرانو ته  د مڼو حاصلاتو پخېدو،  راټولولو، سمبالښت او په ژمي کې د افاتو د هر اړخیزه مخنیوي دوه ورځنۍ روزنیز کورس پیل شو.
د ورکشاپ د پیل په مراسمو کې دپکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس  الحاج مولوي عبدالرؤف سعید ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د دې ورکشاپ موضوعات مهم او زموږ د بڼوالو لپاره ډېر ګټور دي او له برخوالو یې وغوښتل چې د دې ورکشاپ موضوعات په دقت سره زده او په عملي برخه کې ورڅخه پوره ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد کورس ګډونوال به ۳۰ تنه نن او ۳۰ تنه سبا ورځ نظري او عملي زده کړه ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت