هلمند کې پر یوشمېر بزګرانو کرنیز توکي ووېشل شول 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۵:۲۵
هلمند کې پر یوشمېر بزګرانو کرنیز توکي ووېشل شول 

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
 دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د مرکز لښکرګاه، ناوې، نوزاد، موسی کلا او ګرمسېر ولسوالیو ٢٤ تنه هغه بزګر چې د کرنې  وزارت په همکارۍ ورته د خرما بڼونه او شنې خونې رغول شوي دي د روزنې ترڅنګ پر دوی یوشمېر کرنیز توکي هم ووېشل شول.  
په دې روزنیز پروګرام کې په شنو خونو کې د موسمي نباتاتو د کرنې او روزنې په اړه بزګرو ته پوهاوی ورکړل شو ترڅو په کم لګښت ډېر او پر وخت حاصلات لاسته راوړي.
ددې ترڅنګ هغو بڼوالو ته چې د خرما بڼونه ورته جوړ شوي دي د یادو بڼونو د ښې روزنې او پالنې په برخه کې ورته د مسلکي کارکؤنکو لخوا زده کړې ورکړل شوې.
همدارنګه یادو بزګرو ته د روزنیز پروګرام په وروستیو کې یو شمېر کرنیز توکي هم په واک کې ورکړل شول، ترڅو په خپلو کروندو او بڼونو کې ورڅخه ګټه واخلي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو اصلاح او پیاوړتیا په موخه د مختلفو برنامو له لارې د بزګرو لاسنیوی کوي ترڅو هغوۍ وهڅېږي، چې د مشروع کرکېلي له لارې خپل اقتصاد پیاوړي کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت