هلمند کې نباتي ناروغیو او افتونو سره د مبارزې کمپاین پیل شو
![هلمند کې نباتي ناروغیو او افتونو سره د مبارزې کمپاین پیل شو](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2019-12/81182445_2935864043104843_3133638938372079616_o.jpg)
۷ مرغومی ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کېنباتي ناروغیو او افتونو سره د هر اړخیزې مبارزې کمپاین په لاره اچول شوې ده.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، په دې کمپاین کې د فني کارکوونکو له خوا بڼوالو او بزګرانو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې هر اړخیزي لارې چارې په عملي او نظري ډول ښودل کیږي.
په دې لړۍ کې بڼوالو او بزګرانو د ترکیبي درملو جوړولو لارې چارې هم ښودل کیږي.
د ترکیبي درملو په استفادې سره د ونو مضره حشرې، د ونو پر تنو ځالګۍ او بېلابېل ناروغۍ له منځه ځي، چې په پایله کې ونې او ښاخونه ښه وده او نمو کولی شي.
د هلمند دکرنې ریاست وایي دوی هلې ځلې کوي، چې بزګران د کیمیاوي درملو د استفادې پر زیانونو وپوهوي او ددغو خطرنو د مخنیوي په پآر د افتونو او ناروغیو مخه په میخانیکي لارو چارو ونیسي ترڅو له صحي او اقتصادي پلوه ګټور تمام شي.