هلمند کې د ګلپيو کښت او تولید زیات شوي
۶ مرغومې ۱۳۹۹
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په یاد ولایت کې د ګلپیو کښت او حاصلات تېر کال ته په کتو زیات شوي دي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ګلپیو کرکېله په دوه فصلونو کې کیږي، چې سږ کال یې حاصلات مخ په ډېرېدو دي.
د کرنې وزارت د ۱۳۹۸یم کال د احصایې مالومات ښیي، چې د یاد ولایت په ۱۶۹ هکتاره د ګلپیو کښت شوې وه، چې د حاصلاتو کچه یې څلور زره او ۲۲۵ مټریک ټنو ته رسېده، خو سږ یې د حاصلاتو کچه مخ په لوړېدو ده.
دهلمند د کرنې ریاست په پام کې لري، چې د ګلپیو د تولید د زیاتوالي په پار کروندګرو ته روزنیزې برنامې، بېلابېل پراګرامونه او د کښت اړوند تخنیکي لارې چارې ور زده کړي، ترڅو په دې ولایت کې د ګلپیوکرکېله لا نوره زیاته شي او د کروندګرو په اقتصادي حالت کې بدلون روالي.