هلمند کې د کبانو غیرقانوني ښکار د مخنیوي په پار کمپاین ترسره شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۶
هلمند کې د کبانو غیرقانوني ښکار د مخنیوي په پار کمپاین ترسره شو

۲۲ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له‌ خوا د کبانو غیرقانوني ښکار او خرڅلاو د مخنیوي په موخه د کنټرول او څار ځانګړی کمپاین ترسره شو.
دغه کمپاین چې تېره ورځ د یاد آمریت امر او فني کارکوونکو په مشرۍ ترسره شو، د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د کبانو له مارکېټ څخه لیدنه او څارنه وشوه.
د څارنې موخه د هغو کبانو نیولو او خرڅلاو مخنیوی و، چې لا له وړاندې یې ښکار په مطلق ډول منع اعلان شوی دی.
د کتنې پر مهال یو تن کب پلورونکی چې د رودي کبانو په پلور بوخت ؤ په نښه شو. د یادې سرغړونې له امله د نوموړي هټۍ مهر او لاک شوه، څو په راتلونکې کې ورته عمل تکرار نه‌شي.
د هلمند د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسؤلینو وویل، چې دغه ډول کنټرولي کمپاینونه به دوام ولري، تر څو د چاپېریال ساتنې او د طبیعي ژوند د خوندیتوب لپاره د سیند کبان له خطره وژغورل شي.


به‌منظور جلوگیری از شکار غیرقانونی ماهی‌ها در ولایت هلمند کمپاینی راه‌اندازی شد
۲۲ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هلمند از طریق آمریت مالداری و صحت حیوانی کمپاین ویژه‌ای را به‌منظور جلوگیری از شکار و فروش غیرقانونی ماهی‌ها اجرا نمود.
این کمپاین روز گذشته به رهبری آمر و کارمندان تخنیکی آمریت یادشده در شهر لشکرگاه، مرکز ولایت هلمند، برگزار گردید که طی آن از بازار ماهی این شهر دیدن و نظارت به‌عمل آمد.
هدف از این نظارت، جلوگیری از شکار و فروش آن دسته از ماهی‌هایی بود که شکار آن‌ها قبلاً به‌طور مطلق ممنوع اعلام شده است.
در جریان بررسی، یک فروشنده ماهی که مصروف فروش ماهی‌های رودخانه‌ای بود، شناسایی گردید و به دلیل تخطی، دکان وی مهر و لاک شد تا در آینده از تکرار چنین عمل جلوگیری صورت گیرد.
مسوولان آمریت مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت هلمند گفتند که چنین کمپاین‌های نظارتی به گونه دوامدار ادامه خواهد یافت تا از محیط زیست و حیات طبیعی محافظت شده و ماهی‌های رودخانه‌ای از خطر نابودی نجات یابند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت