هلمند کې د پستې نیالګیو تولید په پارهڅې، د پستې زرګونه نیالګي تولیدېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۳۴
هلمند کې د پستې نیالګیو تولید په پارهڅې، د پستې زرګونه نیالګي تولیدېږي

۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د طبیعي سرچینو آمریت اړوند د مرکز لښکرګاه د بولان د نیالګیو روزنځای کې د پستې   پنځه زره اصله نیالګیو د تولید په پار د تخمونو کرکېله پیل شوه.
 دیادې پروسې له لارې په  پلاستیکي کڅوړو کې د پستي باکیفیته تخمونه کرلکېږي، چې یاد تخمونه د مسلکي کارکؤنکو لخوا سږکال تر روزنې لاندې نیول کېږي او راتلونکي کال ته د نیالګيو وېشلو دکړنلارې مطابق وېشلو ته چمتوکېږي.
د هلمند د کرنې ریاست اړوند دطبیعي سرچينو آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا د نیالګیو په یاد روزنځای کې د بېلابېلو مېوه لرونکو نیالګیو ترڅنګ ډول ډول زینتي نیالګي تر روزنې لاندې دي، چې راتلونکي کال ته به ورڅخه زرګونه باکیفیته نیالګي د بڼوالو لپاره چمتو شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت