هلمند کې د انجې کرکېله زیاته شوې ده

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۴ - ۱۰:۱۵
 هلمند کې د انجې کرکېله زیاته شوې ده

۴ وری ۱۳۹۹
په هلمند ولایت کې د انجې کرکېله او سوداګري په غوړېدو ده.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، دوی هلې ځلې کوي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته نوي ارزښت لرونکي کرنیزې توکي ور وپېژنې.
ښاغلي الکو وويل، په همدې موخه ددې ولایت د بولان په څېړنیز فارم کې په یوه جریبه ځمکه کې د انجې (هنګ) طبي بوټې کرل شوې وه او پرې څېړنې وشوې.
په دې فارم کې پر انجې تر څېړنو وروسته اوس مهال د هلمند د ګرم سېر ولسوالۍ ډېر شمېر بزګران د انجې کرکېلي ته مخه کړې او په دې ولسوالۍ کې په پراخه کچه هنګ یا انجه کرل شوې ده. د انجې یاد تخم د قزاقستان هېواد څخه راوړل شوې ده، چې سپین رنګ او د ښه کیفیت لرونکي دي.
لکه څنګه چې د انجې بوټي ډېرې کمې اوبو ته اړتیا لري نو ددې ولایت له خاورې، اوبو او هوا سره ښه مطابقت کوي.
انجه داسې بوټی دی چې د طبي موخو لپاره کارول کېدای شي او د کورني بازار تر څنګ نړیوال مارکېټ لري او په لوړه بیه پلورل کیږي.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیداکولو په پار تل هلې ځلې کوي او په دې برخه کې یې ګڼ شمېر بریالي پروګرامونه هم پلي کړي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د کرنې وزارت او همکارو بنسټونو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خونې او د همکارو مؤسسو او دفترونو د استازو ترمنځ د بزګر مېلې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۳۰
Background image

ننګرهار کې د چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام د بزګرانو لپاره هیله بښونکي پایلې

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو او د کرنیزو تولیداتو د. . .

بازگشت