نورستان کې د اوبولګولو ۳۰ ودانۍ رغول کېږي

qiam_amin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۱۱:۵۶
نورستان کې د اوبولګولو ۳۰ ودانۍ رغول کېږي

۱۸ زمری ۱۴۰۰
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي او د «NCRO» همکارې موسسې په تخنیکي مرسته په دې ولایت کې د اوبولګولو ۳۰ ودانۍ بیارغوي.
د نورستان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د اوبولګولو د دغو ۳۰ ودانیو د بیارغولو ټولیز لګښت ۴۵۰ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي، چې په رغولو سره یې د ګڼ شمېر بزګرانو د کروندو د اوبو ستونزې به هوارې او د اوبو د ضایعاتو مخه به ورسره ونیول شي.
دغه پروژې د نورستان مرکز پارون او ددې ولایت د واما په ولسوالۍ کې پلي کېږي، چې په کې د ویالو، سربندونو او د اوبو د زېرمو بیارغول شامل دي.
د اوبولګولو د یادو ۳۰ ودانیو په بیارغولو سره به ۱۲۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه او سلګونه نارینه او ښځینه کروندګر او مالداران به ترې برخمنې شي، او د یاد ولایت د کرنیز سکټور د پیاوړتیا لامل کېږي.
باید وویل شي، چې د یادو پروژو په پلي کولو سره به دیادو سیمو د بزګرانو ډېرې ستونزې هوارې او د کرنیزو محصولاتو د کچې د لوړېدا لامل شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د بدیل معیشت رییس د کوکنارو د بدیل کښت پروژو د څارنې په پار کندز ته سفر وکړ

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت رییس عبدالخالق محجوب د کاري سفر په ترڅ کې کندز ولایت ته لاړ، څو د کوکنارو د بدیل کښت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۱۷
Background image

د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا په پار هڅې؛ د لښکرګاه بولان کې حیواني کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت له لوري، د مرکز لښکرګاه بولان په سیمه کې یو باب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۱۷
Background image

د جلال آباد ښار نهمه ناحیه کې د یو چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د جلال آباد ښار نهمې ناحیې غازي امان الله ښار ګوټي ترڅنګ د باراني اوبو زېرمه کولو او د ځمکي لاندې اوبو سطحې لوړولو په موخه د درې نیم. . .

بازگشت