ننګرهار کې ۳۱۴ ښځینه او نارینه بزګران وروزل شول

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۲ - ۱۵:۳
ننګرهار کې ۳۱۴ ښځینه او نارینه بزګران وروزل شول


۲۲ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۱۴ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ژغورنې نړیوالې کمېټې «IRC» په همکارۍ ددې ولایت د کامې او کوز کونړ ولسوالیو ۳۱۴ ښځینه او نارینه بزګران روزلي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې په دغو بزګرانو کې ۲۲۸ یې ښځینه او ۸۶ یې نارینه بزګران شامل دي، چې د دوی د وړتیا لوړونې په موخه دوی ته لس ورځنۍ روزنیز پروګرام په لاره اچول شوې وه.
دغه روزنیز پروګرام د ښځینه او نارینه بزګرانو د وړتیا لوړنې او د کرکیلي نویو لارو چارو سره د دوی د بلدتیا په موخه په لاره اچول شوې وه، ترڅو ښځینه بزګران له خپلو کورنیو باغچو او شنوخونو څخه ښه حاصلات راټول او د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزې پرې هوارې کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت