ننګرهار کې په ۱۸۷۵ کسانو نغدې پیسې ووېشل شوې

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۴ - ۱۰:۲۱
ننګرهار کې په ۱۸۷۵ کسانو نغدې پیسې ووېشل شوې


۴تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۹صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې (FAO) په مالي لګښت او د اکشن ایډمؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالی په ۱۸۷۵ کسانو د کار په بدل کې نغدې پیسو د وېش لړۍ پیل شو.
د ملګرو ملتونو دخوړو اوکرنې ادارې (FAO) د ختیځ زون مسؤل خوشحال آصفي وویل، چې په دغه پروژو کې کانالونه، سربندونه، ویالي، ورښونه او د ویالو او کانالونو واړه استنادی دیوالونه بیا ورغول شوي دي، چې موخه یي د کرنې سکتور تقویه کول دي. 
د پیسو د وېش پرمهال دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد د (FAO) دفتر څخه په مننې سره د یادو پروژو د تطبیق څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یي کړه، چې د کرنې او مالدارۍ یوازینې سکتور دی، چې د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي نو اړینه ده، چې نوري مرستندویه ادارې هم دغه سکتور ته پوره پاملرنه وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت