ننګرهار کې سلګونه شنې خونې جوړېږي

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۱ - ۱۳:۴۱
ننګرهار کې سلګونه شنې خونې جوړېږي


۱۱ليندۍ ۱۴۰۰
ننګرهار چې د هېواد په کچه د سبو او بېلابېلو نباتاتو د موسمي فصل له مخې مشهور ولايت دى، په دې وروستیو کې بزګرو سره د شنوخونو جوړولو په برخه کې لازمې مرستې شوې او ترڅنګ یې په دې برخه کې یوشمېر بزګران روزل شوي دي، چې په ترڅ کې یې تر ډېره د دودیزې کرکېلې بڼه په عصري کرنې اوښتې ده.  دا مهال ددې ولايت بزګر خوښ دي، چې د شنوخونو د جوړېدو له بركته د ژمي او د کال په ټولو موسمونو کې هم کولای شي، چې د سبو او ترکاریو کرکېله وکړي او ددې ولایت د اړتیا پوره کولو ترڅنګ یې نورو ګاونډو ولایتونو ته هم صادر کړي.
په همدې موخه د ياد ولايت د هډې فارم امريت اړوند دويم بلاک کې د نويو ۲۰ بابه شنو خونو په جوړېدو او فعالېدو سره به د شنو خونو شمېر ۸۰ ته لوړ شي. 
د ننګرهار وادي کرنيز رياست پلان لري، چې زر بابه شنې خونې په څلورو پړاوو نو کې جوړې کړي، چې د لومړنۍ مرحلې د ۲۰۰ بابه شنو خونو له ډلې يې تردې دمه ټولټال ۸۰ بابه شنې خونې جوړې شوي دي، چې درنو هېوادوالو ته يې تازه سابه عرضه شوي هم ده. 
په دى شنو خونو کې به پنځه ډوله سابه کرل کېږي، مهمه خبره په کې داده، چې په زياته شمېر سره هېوادوال مو په کې  په کار بوخت دي او يوه مړۍ حلاله روزي خپلو بچيو ته ګټي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا په پار هلې ځلې کوي او د شنو خونو او پلاستيکي تونلونو د حاصلاتو ښې پایلې دوی هڅولي، چې د شنو خونو د جوړولو لړۍ نوره هم پیاوړې او ګړندۍ کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت