ننګرهار کې د ۶ میلیونه او ۲۴۰ زره افغانیو په ارزښت پر کوچنیو کاروباریانو د پروسس وسایل ووېشل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۹:۵۸
توزیع وسایل پروسس به ارزش ۶ میلیون و ۲۴۰ هزار افغانی برای کسب‌وکارهای کوچک در ننگرهار

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې له لوري د روداتو، هسکې مېنې او کوټ ولسوالیو ۱۲۰ کوچنیو کاروباریانو ته د ۶ میلیونه او ۲۴۰ زره افغانیو په ارزښت د پروسس اړین وسایل ووېشل شول، چې موخه یې د کورنیو کاروبارونو پیاوړتیا او د تولیدي فعالیتونو پراختیا ده.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د وسایلو د وېش په مراسمو کې وویل، چې د ډاکار خیریه مؤسسې دا مرسته به د کوچنیو کاروبارونو د ودې، د تولیدي فعالیتونو د معیاري کېدو او د کورنیو مېرمنو او نارینه‌وو اقتصادي فرصتونو په پراخېدو کې مهم رول ولوبوي.
نوموړي زیاته کړه، چې هر مستحق کاروباري ته د ۵۲ زره افغانیو په ارزښت د پروسس یوه بشپړه کڅوړه ورکړل شوې چې ټول ۳۰ قلمه وسایل پکې شامل دي. په دغو وسایلو کې د سبو او مېوو د وچولو ماشین، لمریزه تخته، بېلر، ګاز ډبه، پلاستیکي سطلونه، سلات ماشین، المونیمي لوخې، شیشه‌يي بوتلې، تراشک، دستکشي، د کار جامې، ماسکونه او د اچارو د جوړولو اړوند مواد شامل دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د دې وسایلو له فعاله کارونې سره به نه یوازې د کورنیو عایداتي سرچینو کچه لوړه شي، بلکې د مېوو، سبو او نورو خوراکي توکو پروسس به په معیاري ډول ترسره شي، چې دا کار د بازارموندنې لپاره نوې اسانتیاوې رامنځته کوي.
د چارواکو په خبره د یادو مرستو دوام به د سیمې په اقتصادي ثبات، د کورنیو په اقتصادي ځواکمنتیا او د محلي تولیداتو په پراختیا کې څرګند مثبت بدلونونه راولي.


توزیع وسایل پروسس به ارزش ۶ میلیون و ۲۴۰ هزار افغانی برای کسب‌وکارهای کوچک در ننگرهار
۵ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمادى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار با همکاری مؤسسه خیریه داکار، برای ۱۲۰ تن از صاحبان کسب‌وکارهای کوچک در ولسوالی‌های رودات، هسکه‌مینه و کوټ، وسایل ضروری پروسس را به ارزش مجموعی ۶ میلیون و ۲۴۰ هزار افغانی توزیع کرد. هدف از این روند، تقویت کسب‌وکارهای خانوادگی و گسترش فعالیت‌های تولیدی عنوان شده است.
مولوی محمدولی محسن رییس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار در مراسم توزیع وسایل گفت که این کمک مؤسسه داکار نقش مهمی در رشد کسب‌وکارهای کوچک، معیاری‌شدن فعالیت‌های تولیدی و افزایش فرصت‌های اقتصادی برای زنان و مردان خواهد داشت.
به گفته او، برای هر فرد مستحق به ارزش ۵۲ هزار افغانی یک بسته کامل وسایل پروسس توزیع شده که در مجموع شامل ۳۰ قلم تجهیزات می‌باشد. در این وسایل، ماشین خشک‌کن میوه و سبزی، تخته آفتابی، بیلر، بمبه گاز، سطل‌های پلاستیکی، ماشین سلات، دیگ‌های المونیمی، بوتل‌های شیشه‌ای، تراشک، دستکش، لباس کاری، ماسک و مواد مورد نیاز برای تهیه انواع ترشی شامل است.
مسوولان ریاست زراعت ننگرهار می‌گویند با استفاده فعال از این وسایل، نه‌تنها سطح درآمد خانواده‌ها افزایش می‌یابد، بلکه پروسس میوه، سبزی و سایر مواد خوراکی به‌صورت معیاری انجام خواهد شد که زمینه‌های تازه‌ای برای بازاریابی فراهم می‌کند.
به گفته آنان، ادامه این کمک‌ها تغییرات مثبت و ملموسی در ثبات اقتصادی منطقه، توانمندسازی اقتصادی خانواده‌ها و توسعه تولیدات محلی به‌وجود خواهد آورد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۶:۱۵
Background image

دکونړ د کرنې ریاست او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د همغږۍ او همکاریو په موخه ناسته وشوه


۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په کوربتوب، د یاد ریاست د مشرتابه، تخنیکي آمرینو او مسلکي کارکوونکو په ګډون، د ملګرو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۶:۱۲
Background image

د تولیدي فابریکو د ستونزو ارزونې او د کرنیزو مارکېټونو د تحلیل په موخه ختیځ زون ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر


۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی د خصوصي سکتور د پراختیا د رییس قاري محمد اکبر امیني په مشرۍ، د کرنیزو او مالدارۍ تولیدي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۳:۵۹
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې ۷۵ بېوزلو کورنیو ته وزې او لبني توکي ووېشل شول

۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (ایف.ای.او) په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو مؤسسې. . .

بازگشت