ننګرهار کې د غنمو پر ۴۱ ډولونو څېړنې کیږي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۴ - ۱۴:۰
ننګرهار کې د غنمو پر ۴۱ ډولونو څېړنې کیږي

۲۴ مرغومي ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ریاست د مسلکي او فني کارکوونکو له خوا د شیشم باغ په څېړنیز فارم کې د غنمو پر ۴۱ ډولونو، چې په کې مورني، هستوي او تجربوي تخمونه شامل دي څېړنې کیږي.

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې څېړنه کې د غنمو ۴۱ ډولونه (ورایټۍ) چې په کې د نباتاتو د اصلاح، اګرانومي او د ناروغیو د مطالعې سیټونه شامل دي تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.

د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددغو څېړنو پایلې د کرنې له کارپوهانو، متخصصینو او بزګرو سره شریکیږي، ترڅو په راتلونکي کې د غنمو د ښه او ډېر تولید په پار کوټلي ګامونه واخیستل شي. ددې ترڅنګ په دې څېړنیز فارم کې بزګرو، ځمکوالو، د کرنې پوهنځی او د کرنې د انسټیټوټ زده کړیالانو ته هم د کرکېلي په بېلابېلو برخو کې د عملي او نظري زده کړې زمینه برابره شوې ده.

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ د ودې په پار څېړنیز پروګرامونه پلي کړي. ددې ادارې د پلان پر بنسټ د شیشم باغ په څېړنیز فارم کې د حبوباتو، سبو او مېوو پر تخمونو او ددې ترڅنګ د بڼونو داصلاح، ترویج او تکثیر په پار بېلابېل څېړنیز پروګرامونه ترلاس لاندې نیول شوي دي، ترڅو د بزګرانو او بڼوالو د پوهې کچه لوړ او د قناعت وړ حاصل او عاید تر لاسه شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت درېیم فارم کې د ۱.۱ کیلومتره فرعي سړک د هموارکارۍ چارې بشپړې شوې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز، امارتي شرکت اړوند د درېیم فارم لومړي بلاک په ۹۴مه نمره ځمکه کې د ۱.۱ کیلومتره په اوږدوالي او لس متره پلنوالي فرعي سړک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۲
Background image

د پکتیا په روحاني بابا ولسوالی کې د غوښینو چرګانو د فارمونو څارنه او ارزونه ترسره شوه

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت تخنیکي کارکوونکو له لوري د روحاني بابا ولسوالی په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۱۲
Background image

نورستان کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو او حبوباتو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد ریاست په. . .

بازگشت