ننګرهار کې د بڼوالۍ پراختیا په پار هڅې؛ ۱۲۵ جریبه بڼونه جوړېږي
۸ کب ۱۴۰۲ه.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د هیلي نړۍوال بنسټ له لورې د ننګرها په پنځو ولسوالیو چپرهار، اچین، بټي کوټ، رودات او ګوشتي د بڼوالۍ چاري رواني دي، چې په ترڅ کې یې ۱۲۵ جریبه بڼونه جوړېږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل: «د هیلي نړۍوال بنسټ م له لورې په ننګرهار کې ۲۵۰ تنو ته نیم جریبه بڼونو کرلو چارې روانې دي؛ چې پدي کې ۱۵۰ مېرمنو او ۱۰۰ نارینه بڼوالو ته بڼونه جوړېږي.»
ښاغلي محمد زیاته کړه په یادو ولسواليو کې بڼوالو ته د مالټو، یوریکا لیمو، شفتالو، زردالو او آلوچې بڼونه جوړېږي.
دغه راز یادو بڼوالو ته د بڼونو اوبولګولو، کرنیزو عملیو، ناروغیو کنټرول، سرو استعمال، حاصل ټولولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.