ننګرهار کې بزګرانو سره څه د باندې یو میلیونه افغانیو مرسته وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۹:۵۲
ننګرهار کې بزګرانو سره څه د باندې یو میلیونه افغانیو مرسته وشوه

۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ماشومانو ساتنې دفتر له لورې لعلپورې او مومندرې ولسوالیو کې د ۵۰ تنو بزګرانو سره  نغدي مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل د ماشومانو ساتنې دفتر په لعلپورې کې ۲۰ او مومندرې کې ۳۰ تنو بزګرانو سره د کچالو اصلاح شوي تخم(ټیوبرونو) ، کیمیاوي سرو او کرنیزو وسایلو اخیستلو په موخه د یو میلیونه او ۳۲۵ زره افغانیو نغدې مرسته وکړه.
ښاغلي محسن وویل، چې هر بزګر  ته د ۲۶زره او ۵۰۰  افغانیو نغدې مرسته ورکړل شوه. نوموړې وویل بزګرانو ته ویل شوی؛ چې په یادو پیسو د تخم او سرې سربېره کرنیز وسایل لکه رمبې، لور، لاسي کراچۍ، پنجي، ښاخۍ، بیلچه، درمل شیندلو پمپ، درملو محافظتي جامې او سطل د اخیستلو سپارښتنې شوي دي.
د یادو مرستو موخه د کورنیو پر ځان بسیا کول، دخوړو خوندیتوب رامنځته کول او ماشومان له درنو کارونو څخه ساتل دي.

در ننگرهار برای دهاقین بیش از یک میلیون افغانی کمک شد
۶ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
با هم‌آهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، از سوی دفتر حمایت از کودکان در ولسوالی‌های لعلپوره و مومندره به ۵۰ تن از دهاقین کمک نقدی صورت گرفت.
مولوی محمد ولی محسن رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار گفت که دفتر حمایت از کودکان برای ۲۰ تن دهاقین در لعلپوره و ۳۰ تن در مومندره به هدف خرید تخم اصلاح‌شده کچالو (تیوبر)، کود کیمیاوی و وسایل زراعتی، مبلغ یک میلیون و ۳۲۵ هزار افغانی کمک نقدی نمود.
وی افزود که برای هر دهقان مبلغ ۲۶ هزار و ۵۰۰ افغانی نقدی توزیع شده است. همچنان به دهاقین توصیه شده تا با این پول، علاوه بر تخم و کود، وسایل زراعتی مانند رمبه، لور، کراچی دستی، پنجی، شاخه‌بر، بیلچه، پمپ برای پاشیدن دوا، لباس محافظتی و سطل خریداری کنند.
هدف این کمک‌ها، توانمندسازی خانواده‌ها، تأمین امنیت غذایی و جلوگیری از به‌کارگیری کودکان در کارهای شاقه می‌باشد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د مالي او حسابي ریاست کارکوونکو سره ناسته وکړه

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق  

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر نن د دغه وزارت د مالي او حسابي ریاست له کارکوونکو سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۲۸
Background image

کونړ ته د کرنې وزارت د پلان لوی رییس او مل پلاوي سفر

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس، مولوي عبدالغفور د خپل مل پلاوي سره کونړ ولایت ته دخپل سفر په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۲۶
Background image

د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ نوی رییس معرفي شو

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق  

د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نوی رییس، مولوي محمد ولي محسن د نورستان د مرستیال والي مولوي فیصل مختار له لوري د یاد. . .

بازگشت